دښمن اوس هم د افغانستان د فکري او کلتوري یرغل لپاره هڅې کوي

دښمن اوس هم د افغانستان د فکري او کلتوري یرغل لپاره هڅې کوي افغانستان
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د انګرېزي ښکېلاک څخه د ازادي  ۱۰۵ کالیزې په پار جوړه شوې غونډه کې وویل، د ازادۍ تر اخيستلو وروسته لا هم د هېواد دښمنان د افغانستان د فکري او کلتوري یرغل لپاره هڅې کوي.


خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د افغانستان دښمنانو افغان ځوانان له خپل کلتور څخه په لرې ساتلو سره داسې روزلي، چې خپله ټولنه پرې تخریب او د افغانانو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهي.

تړلي موضوعات