انګرېزانو د څلورم ځل لپاره هم په افغانستان کې ماتې وخوړه
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت وویل، امنیتي ځواکونه به چاته اجازه ور نه کړي چې د هېواد خپلواکۍ او ازادۍ ته ګواښ پېښ کړي.
ښاغلي حنفي تېر شل کلن اشغال ته په اشارې وویل، انګریزانو د څلورم ځل لپاره د ناټو په چوکاټ کې ماتې وخوړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په عین حال کې وویل، د هر هغه چا پر ضد به جدي مبارزه وشي چې د افغانستان د اشغال فکر په سر کې ولري.