تاشکند به نږدې راتلونکې کې افغان سفیر ومني

تاشکند به نږدې راتلونکې کې افغان سفیر ومني افغانستان
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان لومړي وزیر سره د خبرو پر مهال

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اُف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره خبرو کې ویلي، دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه هم لوړه شي.

د ازبکستان لومړي وزیر همداراز د هېواد بهرنیو چارو وزیر سره دې ناسته کې ژمنه کړې چې افغان سوداګرو،محصلینو او ناروغانو ته د وېزې په ورکړو کې به هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي بیا ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژي او ټرانسپورټ برخو کې زیات فرصتونه شته چې باید ترې استفاده وشي.

ښاغلي متقي ویلي، د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوو اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانستل شي.

تړلي موضوعات