د اسلامي امارت مشرتابه د ځېنو چارواکو په دندو کې ادلون بدلون راوست

د اسلامي امارت مشرتابه د ځېنو چارواکو په دندو کې ادلون بدلون راوست افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د مشرتابه د تازه حکم له مخې، د برېښنا شرکت مخکېنی رئیس ملامحمد حنیف حمزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیاکتنې رئیس مولوي حسام الدین صابري د کانونو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء قومندان ملا امین الله زبیر د هلمند ولایت د امنیه قومندان په توګه په دنده ګمارل شوي دي.


د دې حکم له مخې، ملا محمد همایون د بغلان ولایت مرستیال والي، د هلمند ولایت مخکېنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک د ۲۰۵ قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان په توګه، د بغلان مخکېنی مرستیال والي ملا احمد الله مبارک د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.


همداراز د چارو ادارې مخکېنی مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي د اریانا افغان هوایي شرکت د رئیس په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکېنی معین مولوي حمدالله زاهد د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معین توګه او د افغانستان د اوسپنیزې کرښې مخکېنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا د ننګرهار ولایت وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه په دنده ګمارل شوي دی.


د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکېنی معین ډاکتر عبدالباري عمر د افغانستان برېښنا شرکت د نوي رئیس په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

تړلي موضوعات