د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راغلی
د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اُف د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن شنبه کابل ته راغلی دی
ټاکل شوې چې نن کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو دوه ورځنی نندارتون هم پرانیستل شي.
خو تر دې وړاندې ازبکستان ته د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر په ترڅ کې نوموړي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دا لومړنی لوړ پوړی بهرنی چارواکی دی چې له کابل لیدنه کوي.