سبا یکشنبه ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده

سبا یکشنبه ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده افغانستان
د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت

د ا.ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سبا یکشنبه، د ١۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۴مه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د زمري/اسد ۲۸ مې سره سمون لري عمومي رخصتي ده.

د کار او ټولنېزو چارو وزارت یادونه کړې چې یاده عمومي رخصتي له انګريزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵مې پرتمېنې کالیزې په وياړ اعلان شوې ده.

تړلي موضوعات