دفاع وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له نویو پوستو لېدنه کړې
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د جمعې په ورځ د کونړ دانګام ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د نویو جوړو شویو پوستو څخه لېدنه کړې.
ښاغلي مجاهد د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوستو او سرحدي ځواکونو سره د لېدنې په مهال، هغوی ته د نویو امنیتي پوستو، تاسیساتو د جوړولو او اکمالاتو ډاډ ورکړ څو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع په ښه ډول وشي.
ملي دفاع وزیر د هېواد ارضي تمامیت او سرحدونو څخه د دفاع لپاره پوله ساتو ځواکونو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یوه له هغو ولسوالیو ده، چې په تېره اداره کې وخت ناوخت د پاکستاني ملېشو له لوري تر بریدونو لاندې وه، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دغه بریدونه درېدلي دي.