د اسلامي امارت رئیس الوزراء متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی

د اسلامي امارت رئیس الوزراء متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی سیاست
د افغانستان رئیس الوزراء د متحده عربي امارتو د دولت رئیس سره کتنه کې

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند د روغتیایي معایناتو په موخه متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی د متحده اماراتو د دولت رئیس شیخ محمدبن زاید النهیان یې روغتیایي پوښتنه کړې.

دې لیدنه کې آل نهیان یاد هېواد ته د رئیس الوزراء له ورتګ خوښي ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې د ورور په څېر د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د افغان ملت ترڅنګ ولاړ دی.

دې لیدنه کې رئیس الوزراء د دواړو ملتونو اسلامي ورورولۍ له مخې یې د لا نږدېوالي هيله څرګنده کړې.

دا په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ریئس الوزرا لومړنی بهرنی سفر دې چې متحده عربي امارتو ته یې کړی دی.

تړلي موضوعات