کابل کې د یوه ځوان د وژنې په تړاو تورن کس نیول شوی
ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د یوه ځوان د وژل کېدو په اړه له اوازو خپریدو وروسته کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د یو تورن کس د نیولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د حمید جلال پښتون په نوم د یو ځوان د وژنې په تړاو تورن کس نیول شوی او تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته وپیژندل شي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د کابل په کارته نو کې د یوه وژل شوي ځوان عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.