د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د خبر له مخې، دا مهال له دې لارې څخه په عادي ډول تګ راتګ دوام لري او مسافرین کولی شي چې دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړي.
تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه، چې د افغان پوله ساتو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته وشوه.