ټول افغانان سره وروڼه دي هیڅوک تر چا برتره نه دی

ټول افغانان سره وروڼه دي هیڅوک تر چا برتره نه دی افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

عالیقدر امیرالمؤمنین تېره ورځ ناوخته د زمري د ۲۴مې په مناسبت د کندهار هوایي ډګر کې د فتحې او ازادۍ مراسمو ته په وینا کې ویلي، هیڅوک باید د قومونو ترمنځ توپیر ونه کړي ټول افغانان سره وروڼه دي، هیڅوک تر چا برتره نه دي او همدا د نظام د بقا لاره ده.

د اسلامي امارت مشرتابه په خپلو خبرو کې ویلي، عدالت باید په ټولو یو شان عملي شي مخکښ او ټیټ رتبه دې په پام کې نه نیول کیږي بلکې مظلومانو ته دې تر هر چا زیاته پاملرنه وشي.

عالیقدر امیرالمؤمنین د اسلامي امارت په مسئولینو غږ کړی، چې د قدرت، ډلو ټپلو، قومي مسایلو کې له ښکیلتیا او تبعیض څخه ځان وساتي.

نوموړي له مجاهدینو، علماوو او افغانانو په کلکه غوښتنه کړې، چې په ورسپارل شویو مسئولیتونو کې غفلت ونه کړي، تر څو راغلې فتحه او ازادۍ له لاسه ونه وځي.

تړلي موضوعات