ا.ا نه غواړي افغانستان د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د منفي سیالیو ډګر جوړ شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي چې نن یې د اسد د ۲۴ مې نمانځنې مراسمو کې خبر کولې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې او متوازن سیاست غواړي.
ښاغلي متقي دغه راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت نه غواړي افغانستان نور د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د منفي سیالیو په ډګر بدل شي.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت بریا د ټولو افغانانو ګډ ویاړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت به د اسد ۲۸مه د انګریزانو د ماتې ورځ هم د اسد د ۲۴ مې ورځې په شکل ونمانځي.