له نړېوالو او ګاونډیانو د اسلامي امارت غوښتنه؛ زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ

له نړېوالو او ګاونډیانو د اسلامي امارت غوښتنه؛ زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ افغانستان
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له امریکايي اشغاله د خپلواکۍ اخېستلو درېیمې کالیزې مراسمو کې وویل، د تېر په څیر دا ځل هم خپلواکي په درنو قربانیو تر لاسه شوې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره یووالی ټینګ شوی او دا زموږ مسؤلیت دی چې د افغانانو ترمنځ یووالی وساتل شي او د هر ډول قومي او ژبني تعصب چې دښمن یې د راپورته کولو هڅه کوي په جدیت له منځه یووړل شي.

ښاغلي حنفي وویل، هیچاته باید د ظلم اجازه ورنه کړل شي، د ظالم لاس باید لنډ او د هیڅ افغان حقوق باید تر پښو لاندې نه شي.

نوموړي په عین حال کې د انقلاب په مهال د کونډو او یتیمانو یادونه وکړه چې په خبره یې باید په هیڅ ډول هېر نه شي.

تړلي موضوعات