تېر ته په کتو باید ټول په ګډه د راغلې ازادۍ پایښت وساتو
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د فتحې او ازادۍ درېیمې کالیزې په مناسبت بګرام کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، نړېوالو سره د ازادۍ اخېستلو پر سر محاسبه نه کوو، دوی ته فرصت ورکوو، چې د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.
ښاغلي حقاني د فلسطین مظلوم ولس ته د ډاډ په ډول وویل، د فلسطین خلک دې همت له لاسه نه ورکوي، هلته به هم یرغل پای ته ورسېږي او فلسطین به ازادېږي.
له امریکايي اشغال د خپلواکۍ درېیمې کالیزې مراسم نن چهارشنبه د اسد په ۲۴ د پروان بګرام کې جوړ شوي.
بګرام د اشغال پر مهال د امریکایانو تر ټولو ستره ستراتیژیکه اډه وه چې د ټول افغانستان د کنټرول لپاره یې کاروله.