اسلامي امارت به په هر قیمت له راغلي اسلامي نظام څخه ساتنه وکړي

اسلامي امارت به په هر قیمت له راغلي اسلامي نظام څخه ساتنه وکړي افغانستان
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ

د اسلامي امارت له لوري د فتحې او ازادۍ درېیمې کالیزې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ژمنه شوې چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام چې تر سیورې لاندې یې د الله جل جلاله دین حاکم او شریعت عملي شوی، سوله او امن راغلی، خلک آرام شوي او د وطن د مادي او معنوي آبادۍ فرصت مهیا شوی کلک به یې ساتي او  په هر قیمت به یې دفاع کوي.

په اعلامیه کې د اسد ۲۴ مه د افغانستان د تاریخ یوه له مهمو او ویاړلو ورځو یاده شوې او د فتحې په نوم ثبت شوې دا ورځ یې د شل کلن اشغال او تېري پای ګڼلی.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همداراز د مجاهدینو او خلکو د سختیو یادونه شوې او په دغه ستره فتحه کې یې د دوی ونډه ستایلې او قرباني یې نه هېریدونکې ګڼلې دي.

په اعلامیه کې همداراز له ټولو افغانانو غوښتنه شوې چې د دې ستر نعمت یعنې فتحې او اسلامي نظام شکر ادا او دا یو غنیمت وبولي، د حفاظت او ملاتړ لپاره یې همیشه چمتو واوسي.

تړلي موضوعات