اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او له نورو هم د ورته عمل غوښتنه کوي

اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او له نورو هم د ورته عمل غوښتنه کوي افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدال

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې نن یې د فتحې درېیمې کالیزې ته وینا کوله وویل، د سیمې او نړۍ وضعیت له نږدې څارو او اسلامي امارت د سولې ملاتړی دی.

مولوي عبدالکبیر وویل، هڅه مو داده چې رقابتونه او سیالۍ له افغانستان بیرون وساتو، مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ټولو هېوادونو ته د مثبتو تعاملاتو ډاډ ورکړ او ویې ویل، دوی د ناسمو باورونو په تړاو هر چا سره خبرو ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه، ګاونډيان دې اجازه ورکړي چې کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او نړیوال بنسټونه دي هم افغان کډوالو ته رسېدنه وکړي.

سیاسي مرستیال بې وزلي او لوږه هغه څه یاد کړل چې په خبره یې دوی ته په میراث ور پاتي دي خو هغه د فقر او لوږې پر ضد بشري مرستې د لنډ مهال لپاره مهمې یادې کړې.

تړلي موضوعات