د ایران د نوې کابینې تشکیل؛ پزشکیان د دغه هېواد پارلمان ته د نویو وزیرانو نوملړ استولی

د ایران د نوې کابینې تشکیل؛ پزشکیان د دغه هېواد پارلمان ته د نویو وزیرانو نوملړ استولی سیمه
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان

ایراني رسنۍ خبر ورکوي، چې د دې هېواد نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ۱۹ وزارتونو لپاره نوي کسان معرفي کړي او د دغو کسانو نوملړ یې د باور رایې اخیستو لپاره د دغه هېواد پارلمان ته لېږلی دی.

د تسنیم اژانس د خبر له مخې په دغه نوملړ کې عباس عراقچي د بهرنیو چارو، عزیز ناصر زاده د دفاع وزارت او اسکندر مومني د کورنیو چارو وزارت لپاره وړاندیز شوي دي.

د یادونې ده، چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره شول او مسعود پزشیکان په رسمي ډول د ولسمشرۍ دنده پیل کړه.

تړلي موضوعات