اسلامي امارت ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندلی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي مامورینو له لوري ناوړه چلند په کلکو ټکو غندي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ډول ناوړه چلند د افغانستان حکومت ژوره اندېښنه راپارولې او مغرضي کړۍ هڅه کوي چې له دا ډول پېښو څخه په ناوړې ګټې پورته کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې او ښې اړیکې تر تاثیر لاندې راولي.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې ایراني چارواکي دې اجازه نه ورکوي تر څو د افغانانو حقونو په نقض سره افغانستان کې د خلکو د خپګان او د احساساتو راپارولو لامل شي.
دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي، چې تېرو څو ورځو کې ټولنیزو رسنیو کې د ایران پولیسو له لوري د یوه افغان کډوال د شکنجې او ربړولو ویډیو لاس په لاس کیږي.