د فرانسې ولسمشر پزشکیان ته: ایران دې د اسرائیلو پر ضد له زغم کار واخلي

 د فرانسې ولسمشر پزشکیان ته: ایران دې د اسرائیلو پر ضد له زغم کار واخلي سیمه
د ایران او فرانسې د ولسمشرانو مېنځ کې ټلیفوني خبري

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره د ټلیفوني خبرو په مهال غوښتنه کړې چې تهران دې له زغم کار واخلي او پر اسرائیلو دې برید نه کوي.

 ایراني رسینو بیا د مسعود پزشکیان له قوله خبر ورکړی، چې ایران حق لري اسرائیلو ته مناسب ځواب ورکړي.

مسعود پزشکیان خپل فرانسوي سیال سره په دې ټلیفوني خبرو کې ویلي، که امریکا او لویديځ هېوادونه د سیمه ییزو کړکیچونو حل غواړي، نو بیا دې د اسرائیلو له ملاتړ او د وسلو له ورکړې لاس واخلي او او غزه کې دې د نسل وژنې مخه ونیسي.

که څه هم ایران د حماس جهادي ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د شهادت وروسته پر اسرائیلو د بریدونو خبرداری ورکړی، خو تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.


تړلي موضوعات