چین له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پیاوړي کوي

چین له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پیاوړي کوي سیاست
چین کې د افغانستان سفیر د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره کتنه کې

چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسد الله بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي.

چین کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پراختیا، ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د متقابل تعامل له مخې د ښو اړیکو او د اقتصادي اتصال پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، ټرانزېټ، قونسلي او نور مسايل هم د بحث اصلي ټکي وو چې پرې رغنده خبرې شوي دي.

دې کتنه کې دواړو خواوو د چین اوافغانستان ترمنځ اوسنۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې مثبتې ارزولې او په دې برخه کې یې د لا ډېرو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات