د بنګله دېش لومړۍ وزيره هند ته وتښتېدله او مظاهره چيانو يې په دفتر برید ور وړی

د بنګله دېش لومړۍ وزيره هند ته وتښتېدله او مظاهره چيانو يې په دفتر برید ور وړی سیمه
بنګله دېش کې قهرجن لاریون کوونکي

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې زرګونه ولسي وګړو د بنګله دېش په پلازمينې ډاکه ښار کې د لومړۍ وزيرې شيخه حسينه په دفتر هجوم ور وړی چې له امله يې نوموړې استعفا ورکړې او هند ته تللې.

د رويټرز په وينا شيخه حسينې نن دوشنبه له خپلې دندې استعفا ورکړه او په يوه پوځي الوتکه کې هند ته تللې.

د څو اونيو راهيسې په بنګلدېش کې لاريونونه پيل شوي وو، چې په ترڅ کې يې تر ۳۰۰ پورې وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوې وو.

حسینې ته یوې نږدې سرچینې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، هغې پلازمېنه ډاکه په داسې حال کې پرېښوده، چې دغه هېواد د پراخو مظاهرو شاهد دی او د هغې د استعفی غوښتنه کوي.

بلخوا د یکشنبې په ورځ په مختلفو سیمو کې په تاوتریخوالو کې د ۱۳ پولیس افسرانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول چې دا په روانو مظاهرو کې په يوه ورځ کې تر ټولو لوی تلفات دي.

د يادونې وړ ده چې په بنګله دېش کې يادې مظاهرې په لومړي سر کې د پوهنتونونو د محصلينو لخوا په حکومتي سکتور کې د کار موندنې قانون په غبرګون کې پيل شوې وې چې وروسته ورسره عام خلک هم يوځای شول او بالاخره لومړی وزيره يې استعفا او هېواد پرېښودو ته اړ کړه.

تړلي موضوعات