نړېوال دې کابل کې بیرته خپل سفارتونه پرانېزي

نړېوال دې کابل کې بیرته خپل سفارتونه پرانېزي سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دوحه اروپا، امریکا، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره د خبرو پر مهال

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او ځینو نورو هېوادونو له سرپرست سفیرانو او ډپيلوماټانو سره کتنه کې هغوی ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

مولوي عبدالکبیر دې کتنه کې د بريتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، اسټرالیا، جرمني او امریکا سفارتونو له سرپرستانو او ډپيلوماټانو سره د افغانستان او اړوند هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې اترې کړې دي.

سیاسي مرستیال دې کتنه کې د افغانستان د پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات ورکړي او ټولو ته یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړې تر څو له نږدې وضعیت وڅاري.

مولوي عبدالکبیر له هغوی غوښتي، چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې کړې او د افغانستان اړوند چارې له کابل نه اداره کړي.

تړلي موضوعات