پر اسرائیلو د ایرن برید ته یوازې څو ساعتونه پاتې دي!

پر اسرائیلو د ایرن برید ته یوازې څو ساعتونه پاتې دي! سیمه
د اسرائیلو پر لور د ایران راکټي بریدونه

امریکايي او اسرائیلي سرچېنو د هغو خبرونو تائید کړی چې ګنې ایران پر اسراییلو برید کوي.

اکسیوس ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، ښايي دا برید تر ۲۴ ساعتونو کم وخت کې وشي.

وروسته له هغې چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په شهادت ورسېد، حماس او د ایران حکومت له اسرائیلو د غچ اخېستو ژمنه وکړه.

د منځني ختیځ لپاره د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا هم د تېرې سه شنبې په ورځ منځني ختیځ ته رسېدلی، څو د حماس او حزب الله لوړپوړو مشرانو د وژلو په غچ کې له ایران څخه د اسرائیلو پر ضد د احتمالي برید لپاره چمتووالی ونیسي.

اکسیوس په خپل راپور کې ویلي، سیمې ته د جنرال مایکل کوریلا سفر ښيي چې په روان وضعیت کې امریکا د ایران پر ضد له اسرائیلو دفاع کوي.

که څه هم تازه ایراني چارواکو پر اسرائیلو د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پر اسرائیلو د مستقیم برید امر ورکړی و.

تړلي موضوعات