ایران د وروستۍ پېښې په تړاو د لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۲۰ تنه نیولي

ایران د وروستۍ پېښې په تړاو د لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۲۰ تنه نیولي سیمه
ایران کې د شهید اسماعیل هینه د اوسېدلو ځای

نیویارک ټایمز د ايراني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ايران حکومت د فلسطين د اسلامي مقاومت (حماس) غورځنګ د سیاسي مشر شهيد اسماعيل هنيه د شهادت وروسته له ۲۰ زيات تورن اشخاص نيولي.

نيويارک ټایمز زياتوي چې په نيول شويو کسان کې د استخباراتو او پوځ لوړ رتبه افسران او همدارنګه د هغه مېلمستون ساتونکي هم شامل دي کوم کې چې اسماعيل هنيه په شهادت رسېدلی.

نیويارک ټايمز همدارنګه د ايران د انقلابي ګارد د يو چارواکي له قوله کاږلي چې ايران له تېرو دوو ورځو راهيسې د لوړ رتبه اشخاصو د ساتنې پروټوکولونو کې هم ژور بدلون راوستی.

د يادونې وړ ده چې په تهران د اسرائيلي توغنديز بريد او اسماعيل هنيه له شهادت وروسته ايران د ستر غبرګون لپاره تابيا نيسي او د اسرائيلي سرچينو له انده ښايي ايران داځل بريد کې ستر او بالستيک توغندي وکاروي.

تړلي موضوعات