د یوناما وروستۍ څرګندونې د اسلامي شریعت احکامو ته بې احترامي ده

د یوناما وروستۍ څرګندونې د اسلامي شریعت احکامو ته بې احترامي ده افغانستان
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وروستي راپور یوه برخه د اسلامي شریعت د احکامو ته بې احترامي بولي او له یوناما یې غوښتي، چې عقایدو او د افغانستان ولس باورونو ته درناوی وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه د یوناما وروستی راپور رد کړی او هغه له واقعیته لرې او له کینې ډک بللی دی.

ښاغلي فطرت ویلي، افغانستان کې د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي او اسلامي امارت د افغانانو شرعي حقونو تامینولو ته د خپلې دینې وجیبې په سترګه ګوري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د یو راپور په خپرولو سره د اسلامي امارت له لوري افغانستان کې د شرعي احکامو پلي کول د بشر حقونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

تړلي موضوعات