د ایران رهبر پر اسرائیلو د مستقیم برید امر صادر کړی
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د باخبره ایراني سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای په اسرائیلو د مستقیم برید امر صادر کړی دی.
دغې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې، چې د ایران رهبر د دې هېواد د ملي امنیت شورا ځانګړې ناسته کې چې تېره ورځ ترسره شوې ایراني چارواکو ته امر کړی، چې تهران کې د اسماعیل هنیه د شهادت په ځواب کې د اسرائیلو حیفا او تل ابیب ښارونه تر مستقیمو راکټي او بې پیلوټه الوتکو بریدونو لاندې راولي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایران دې لټه کې ده، چې د سرائیلو یاد ښارونه د خپلو راکټي او بې پیلوټه الوتکو تر مستقیمو بریدونو لاندې راولي.
په همدې حال کې د العربیه خبري شبکې د اسرائیلو د پوځ راډیو له قوله ویلي، دا مهال ایران د عراق، سوریې، لبنان، ایران او یمن له خاوري پر اسرائیلو د برید د ترسره کولو څېړنه کوي.
بلخوا د حماس سیاسي دفتر غړي خلیل الحیه ویلي، هغه لاس چې د اسماعیل هنیه پر لور یې راکټ ویشتلي پرې نه شي نور راکټونه به هم وار کړي.