د اسماعیل هنیه وینه به ضایع نه شي

د اسماعیل هنیه وینه به ضایع نه شي سیمه
د ایران بهرنیو چارو وزارت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کې ویلي، د ښاغلي هنیه وینه به ضایع نه شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د اړوند ادارو له لوري د دغې پېښې د اړخونو او جزیاتو په اړه د څېړنو خبر ورکړل شوی. 

بلخوا د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمېسیون ویاند ابراهیمي رضایي تهران کې اسماعیل هنیه د شهادت په اړه د دعه کمېسیون د فوق العاده غونډې د جوړولو خبر ورکړی.

ایراني رسنیو ویلي، دغه کمېسیون به د ټولو اړوند ادارو په شتون کې د دې پېښې په اړه یوه غونډه جوړه کړي او پایلې به یې په ډاګه کړي.

د یادونې ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تېره شپه تهران کې په خپل استوګنځي کې په شهادت ورسول شو.

تړلي موضوعات