اسماعیل هنیه په تهران کې په شهادت رسېدلی
د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د حماس سیاسي دفتر رئیس ډاکټر اسماعیل هنیه په یوه وسلوال برید کې په شهادت رسېدلی دی.
یاد اژانس د سپاه پاسداران له قوله ویلي، چې ښاغلی هنیه په تهران کې له یوه ساتونکي سره په شهادت رسېدلی دی.
د حماس سیاسي دفتر مشر د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو ته تهران ته راغلی و، چې اوسېدو ځای کې پرې وسلوال برید شوی.
#حریت_راډيو
فېسبوک پاڼې لېنک: https://facebook.com/HurriyatRadiopashto?mibextid=ZbWKwL