افغان کډوال د ایراني سیاستوالو د څرګندونو قرباني شوي

افغان کډوال د ایراني سیاستوالو د څرګندونو قرباني شوي سیمه
ایران کې افغان کډوال

د افغانستان اهل تشیع سیاسي فعال ډاکتر جعفر مهدوي د افغان کډوالو پر ضد د ایراني ولس له کرکې ډک چلند غندلی او دا یې د ایراني سیاستوالو د خامو نظریاتو زېږنده بللې ده.

ښاغلي مهدوي به یوه بیانیه کې د ایران ولسمشریزو نوماندانو مناظرو ته په اشارې ویلي، دوی د بنیادي او علمي څېړنې پرته د خپل هېواد اقتصادي ستونزې په افغانانو پورې غوټه کړې، چې ورسره د عامو ایرانیانو حساسیتونه راپارېدلي دي.

د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو د مناظرو په مهال په ایران کې مېشت افغانان د خپل هېواد په اقتصاد بار ګڼلي، خو د هغو مالوماتو له مخې چې ایراني چارواکو رسنیو ته ورکړي په ایران کې شوې بهرنۍ پانګونه کې پنځوس سلنه یې د افغانانو  له لوري ده.

ښاغلي مهدوي د افغانانو همدې پانګونې ته په اشارې ویلي، ایران حکومت باید خپل ولس ته دا حقیقت روښانه کړي چې دا افغانان دي چې له ټولو بهرنیانو یې زیاته پانګونه کړې ده.

نوموړي هیله ښودلې، چې ایراني چارواکي دې د ځانګړو سیاسي، امنیتي، کلتوري او رسنیزو تدابیرو په نیولو سره د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي.

تړلي موضوعات