د چین سفیر کورنیو چارو وزیر سره د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې

د چین سفیر کورنیو چارو وزیر سره د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې سیاست
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د چین سفیر سره د خبرو پر مهال

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتنه کې د سیمې د ثبات په اړه خبرې اترې کړې دي.

دې کتنه کې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له رهبري څخه د چینایي پروژو، ډیپلوماټیکو او مېشتو چینایي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په موخه د مننې ترڅنګ د یاد وزارت په دوامداره همکاریو خوښي ښودلې.

همداراز دې کتنه کې دواړو لوریو پر سیمه ییز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

تړلي موضوعات