چین کې د زلزلې له امله مرګ ژوبله ۶۱۸ تنو ته لوړه شوې

چین کې د زلزلې له امله مرګ ژوبله ۶۱۸ تنو ته لوړه شوې سیمه
چین کې د زلزلې له امله مرګ ژوبله ۶۱۸ تنو ته لوړه شوې

د ګارډېن ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د چین په شمال لویدیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۱۸ کسان مړه شوي او ۵۰۰ نور ټپیان دي.

د چین رسنیو راپورونو له مخې د چین ولسي جمهوریت ولسمشر شي جینګ پینګ په یوه بیانیه کې د زلزلې سیمې ته د تلفاتو د کمښت او مخنیوي په موخه د کومک رسوونکو ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی دی.

په ورته مهال د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د چین په شمال غربي ګانسو ولایت کې د دې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې و، چې مرکز یې ۳۷ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.

تړلي موضوعات