پر ا.ا بندیزونو د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کړی

پر ا.ا بندیزونو د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کړی سیاست
د ریاست الوزراء ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوناما مشرې سره کتنه کې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) معاونیت پلاوي مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره کتلي.

مولوي عبدالسلام حنفي دې کتنه کې ویلي، په اسلامي امارت محدودیتونه یوازې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو سره یې د افغانستان اړیکې اغېزمنې کړې دي.

عبدالسلام حنفي ویلي، لازمه ده، چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لرې شي.

نوموړي اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې، تحریمونو ختمولو، تور لېست څخه د اسلامي امارت مشرانو نومونو او ټولو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.

بلخوا دې کتنه کې روزا اوتنبایوا د دوحې درېیمې ناستې د هوکړو په اړه معلومات وړاندې کړي په خبره یې، دغه سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، له ناچاوده ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو، د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې زیات پروګرامونه لري.

تړلي موضوعات