د اسلامي امارت او حماس مشرانو خبرې؛ افغان وزیر د حماس سرښندنې ستایلې
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلفوني اړیکه کې په غزه کې پر وروستیو سیاسي او جهادي انکشافاتو او سیمه ییزو مسایلو هر اړخیزې خبرې اترې کړې.
مولوي امیرخان متقي په جهادي مبارزه کې پر اتفاق او استقامت ټینګار کړی او اسلامي اصولو او ارزښتونو ته یې ژمنتیا اصل بللی.
ښاغلي وزیر بیجینګ کې د فلسطیني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او اتفاق هرکلی کړی او له خپل لوري یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
بلخوا اسماعیل هنیه غزه کې د وروستیو پېښو په اړه د افغان ملت موقف ستایلی او له اشغالګر رژيم سره یې د وروستیو خبرو اترو په اړه معلومات شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان وزیر د حماس جهادي غورځنګ مبارزه او سرښندنې ستایلې دي او پر لا اتفاق او استقامت یې ټینګار کړی.