اسلامي امارت د یمن په الحدیده بندر د اسرائیلو برید وغندل

اسلامي امارت د یمن په الحدیده بندر د اسرائیلو برید وغندل سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یمن الحدیده بندر د صهیونیستي رژيم هوایي برید په کلکو ټکو غندلی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیمې اغېزمنو هېوادونو او سازمانونو څخه غوښتي، چې په سیمه او غزه کې دې د صهیونیستي رژيم د جنایتونو مخه ونیسي، تر څو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د زیاتو ورانیو سبب نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اسرائیلي اشغالګرو جنګي الوتکو د یمن په الحدیده بندر برید وکړ، چې په پایله کې یې درې تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۸۷ نور ټپیان شول.

تړلي موضوعات