افغانستان کې د داعشي خوارجو ډله ځپل شوې ده

افغانستان کې د داعشي خوارجو ډله ځپل شوې ده سیاست
کابل کې د روسیې سفیر دیمري ژیرنوف

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف ټاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د داعشي خوارجو ډله د اسلامي امارت دښمنه ده چې اوسني حکومت له لوري ځپل شوې ده.

ټاس خبري اژانس د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له قوله ویلي، افغانستان به د سیمه ییزې سولې او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښېدو ته په خپله خاوره کې مخنیوی وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې امنیتي ځواکونو تېرو درېیو کلونو کې د داعشي خوارجو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې یې د دغې ډلې پټنځایونه له منځه وړي او دامهال په افغانستان کې د داعش شتون په نشت حساب دی.

تړلي موضوعات