د جرمونو نړېواله محکمه: اسرائیل دې د فلسطیني سیمو اشغال پای ته ورسوي

د جرمونو نړېواله محکمه: اسرائیل دې د فلسطیني سیمو اشغال پای ته ورسوي نړۍ
د جرمونو نړیواله محکمه

رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې د هاګ نړېوالې محکمې د یو حکم په صادرولو سره له صهیونیستي رژیم څخه ژر تر ژره د فلسطیني ځمکو د اشغال پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

یادې محکمې په خپل حکم کې ټېنګار کړی، چې اسرائیل باید د فلسطیني ځمکو د اشغال له امله د اوښتو زیانونو جبران هم ورکړي.

بلخوا تر دې وړاندې امریکا ټینګار کړی و، چې اسرائیل باید له اشغال شویو فلسطیني سېمو څخه وتلو ته اړ نه شي.

په ورته مهال حماس په یوه اعلامیه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د صادر شوي هغه حکم هرکلی کړی، چې له اسرائیلو څخه یې د فلسطیني ځمکو د اشغال پای ته رسول غوښتي او په غزه کې د اشغالګرو جنایتونه په ګوته کوي.

دا حکم په داسې حال کې صادریږي، چې هاګ محکمې  وړاندې تر دې هم په غزې د اسرائیلي پوځیانو د حملو د بندولو په هکله ورته حکم صادر کړی، خو د صهیونیست رژیم له خوا ورته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

تړلي موضوعات