پر افغانستان د ځېنو لويدیځو هېوادونو تورونه بې اساسه او د افغانانو په حق کې بې انصافي ده

پر افغانستان د ځېنو لويدیځو هېوادونو تورونه بې اساسه او د افغانانو په حق کې بې انصافي ده سیاست
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د چارو ارزونې غونډه کې وویل، د ځېنو لویدیځو هېوادونو له لوري افغانستان کې د بشري حقونو نقض او داعشي خوارجو موجودیت بې اساسه تورونه دي او دا د افغانانو په حق کې بې انصافي ده.

ښاغلي متقي وویل، د ځېنو کړیو او سرچېنو له لوري د ناسمو معلوماتو راټولول او د مستند په نوم یې نشرول هغه څه دي، چې دلته موجود سفارتونه او افغانان ور سره نه دي مخ شوي.

بهرنیو چارو وزیر همدې هېوادونو ته په اشارې وویل، هغوی چې غزه کې په نسل وژنه بوخت دي اسلامي امارت ته دې د بشر حقونو فرمایشونه نه ورکوي.

تړلي موضوعات