د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کولو په اړه غونډه شوې

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کولو په اړه غونډه شوې افغانستان
دریاستالوزراء سیاسي مرستیال په مشرۍ د نشه یي توکو پرضد مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کېدو په تړاو غونډه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کېدو پر طرزالعمل بحث او خبرې شوې دي.

دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق اخوند ویلي، د روان کال په اوږدو کې یې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړي او د نشه یي توکو ګڼ کاروباریان یې نیولې هم دي.

بلخوا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دې کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بدیل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه یاده کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او چا ته په هېواد کې د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاق اجازه نشته.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون وروسته له هغې رامنځته کیږي، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټولو هېواد کې د نشه یي توکو پر کر، پېر او پلور په بشپړ ډول بندیز لګولی، چې دا چاره بریالۍ بلل شوې او نړیوال هم پر دې پرمختګ اعتراف کوي.

تړلي موضوعات