کابل کې پر اهل تشیع بریدکونکې داعشي خوارجو ډله نیول شوې

کابل کې پر اهل تشیع بریدکونکې داعشي خوارجو ډله نیول شوې افغانستان
ډیزاین شوی انځور| حریت

د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعشي خوارجو هغه ډله نیولې، چې غوښتل یې د اهل تشیع هېوادوالو په مراسمو برید وکړي.

المرصاد په نوم یوې افغاني رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د خوارجو دا ډله د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده او زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه شوي.

یاده رسنۍ د سرچینو په حواله زیاتوي، (( د دې پټنځای مسؤل يو داسې افغان دی چې په يو ګاونډي خارجي هېواد کې اوسېده او د داعش خراسان څانګې له لوري چې مرکز يې په بلوچستان کې دی جذب شوی، لومړی يې يوه پاکستانۍ تبعه مېرمن په نکاح ورکړې او بيا یې له روزنې وروسته افغانستان ته را استولی دی.))

المرصاد د سرچینو له قوله زیاتوي، چې ځانګړو ځواکونو له یادو داعشي خوارجو څخه هغه لېست هم ترلاسه کړی، چې پاکستان او یو بل ګاونډي هېواد ( چې دوی یې نوم نه دی ذکر کړی) کې ځینې اشخاص ترور کړي او په ځینو نورو ورانکاره اهدافو کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې نیول شویو کې هغه داعشي خوارج هم شامل دي، چې څو میاشتې وړاندې یې کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د اهل تشیع هېوادوالو پر موټر برید کړی و.

تړلي موضوعات