سعودي عربستان له افغانانو سره د اړېکو پراختیا ته لېواله دی
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د لېدنې پر مهال ویلي، دوی له افغانانو سره اړېکو پراختیا ته لېواله دي.
کابل کې د سعودي عربستان سفیر همداراز ویلي، افغانانو سره به په بشري او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هیله ښودلې چې د البقمي د ماموریت په موده کې به دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.
ښاغلي متقي ویلي، داسې ښکارې چې د افغانستان حکومت سره د نړیوالو اړیکو پراختیا په برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده.
نوموړي هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ډيپلوماټیکو ماموریتونو کچه پراخه شي.