دفاع وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره پر دوه اړخېزو اړېکو غږېدلی

دفاع وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره پر دوه اړخېزو اړېکو غږېدلی سیاست
د ملي دفاع وزیر سره کابل کې د جاپان سفیر کتنه

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کرومایا سره کتلي.

خبر کې راځي، چې لېدنه کې دواړو لورو د دوه اړخېزو اړېکو په لاپياوړتیا او ودې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په لېکنه ملي دفاع وزیر دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو ټېنګښت ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو پلوی دی.

دې کتنه کې د جاپان سفیر د امنیت ټېنګښت او له نشه یې توکو سره د مبارزې له کبله د افغان حکومت لاسته راوړنې ستایلې دي.

تاکویوشي کرومایا افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، پوهنې او نورو برخو کې د خپل حکومت د همکاریو ژمنه تازه کړې ده.

تړلي موضوعات