ترکمنستاني چارواکو سره په سترو او مهمو پروژو خبرې وشوې

ترکمنستاني چارواکو سره په سترو او مهمو پروژو خبرې وشوې سیاست
کابل کې د ترکمنستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر کتنه

کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې نل لیکې پر غځولو، تورغونډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برېښنا سب سټېشن د چارو په اړه خبرې کړې دي.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان لوری هڅه کوي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسئلې اوارې تر څو عملي کار پیل شي.

مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان اړوند ادارې کار کوي، چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد وروستي او د کار پیل ته لار اواره کړي.

نوموړي زیاته کړې، تورغونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته خبر ورکړي.

تړلي موضوعات