هند کې د ترافيکي پېښې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

   هند کې د ترافيکي پېښې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
هندې اتر پردیش ایالت کې ترافیکي پېښه

عرب نیوز د یو هندي پولیس افسر روند کمار له قوله لیکلي، د مسافرو بس د شېدو له لارۍ سره جنګېدلی، چې ۱۸ کسان په کې مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د شمالي هند اتر پردیش ایالت کې شوې.

د مسافرو بس له شمالي بهار ریاست نه نوي ډیلي ته پر لار و، چې د شېدو له لارۍ سره وجنګېد.

هند په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې خلک یې تر ټولو زیات په ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي، د پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې پروايي، خراب سړکونه او د پخوانیو موټرونو کارول ښودل کېږي.

تړلي موضوعات