اسلامي امارت هېله لري، چې پر بانکي سیسټم به لږیدلي محدودیتونه لرې شي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا سره لېدنه کې ویلي، اسلامي امارت هېله لري، چې پر بانکي سیسټم یې لږیدلي بندیزونه لغوه شي.
مولوي عبدالکبیر د دوحې دریمه ناسته ځکه ګټوره ګڼلې، چې په خبره یې ملګرو ملتونو د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي دي.
سیاسي مرستیال همداراز هېله ښودلې، چې د دوحې ناستې ګډونوال به د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکتور د پياوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې ژمنې کړې.
د جاپان سفیر تاکاشي کورومیا بیا د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې برخو کې د اسلامي امارت پرېکنده دریځ ستایلی او ویلي یې دي، توکیو په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړې کړي دي.
جاپاني سفیر په عین وخت کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی دی.