هیله ده، چې د ایران نوي حکومت سره د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي

هیله ده، چې د ایران نوي حکومت سره د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي سیاست
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان اسلامي امارت د ایران نوي ولسمشر ټاکل کېدو له کبله د ایران ولس او حکومت ته مبارکي ویلې.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هیله ښودلې، چې په ایران کې د نوي حکومت په راتلو سره د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

د یادولو ده، چې مسعود پزشکیان تېره ورځ د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د دې هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

تړلي موضوعات