عمران خان افغانستان کې عملیات احمقانه کړنه بولي

عمران خان افغانستان کې عملیات احمقانه کړنه بولي سیمه
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان

د پاکستان مخکینی لومړي وزیر عمران خان، چې دا مهال په زندان کې دی په یوه پیغام کې د افغانستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو ترسره کول یو احمقانه کړنه بللې، چې دا کار به پاکستان کې بې ثباتې نوره هم زیاته کړي.

عمران خان دغه پیغام، چې په خپله اېکس پاڼه کې یې خپور کړی له اسلامي امارت سره د پاکستان د اړیکو جوړول یوه اړتیا بللې ده.

نوموړي وروسته له هغې شهباز شریف دولت له لوري د عزم استحکام عملیات ناکام بللي، چې تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و، چې د اړتیا په صورت کې به دغه عملیات د افغانستان په خاوره کې هم ترسره کړي، خو د پاکستان دې خبرې په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ سخت غبرګونونه راپارولي دي.

تړلي موضوعات