مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو سیمه
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ټاکنو مسئولینو خبر ورکړی، چې مسعود پزشکیان د ۱۶میلیونه ۳۸۴ زره رایو په ترلاسه کولو سره د څوارلسم پړاو ټاکنو ګټونکی شو.

د ایران د ټاکنو دفتر د معلوماتو له مخې، سعید جلیلي د ایران دویم پړاو ټاکنو کې ونه توانېد چې تر ۱۳میلیونه ۵۳۸ زرو زیاتې رایې ترلاسه کړي.

د ویلو ده، چې په شرایطو برابرو تر نیمایي زیاتو کسانو په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی، چې د اعلان شویو شمېرو له مخې د ټاکنو په دویم پړاو کې د خلکو ګډون ۴۹.۸ سلنه و.

د یادولو ده، چې له وخته وړاندې د ایران دویم پړاو ولسمشریزې ټاکنې د ابراهیم رئیسي تر وژل کېدو وروسته د خلکو په کمرنګه ګډون سره ترسره شوې.

تړلي موضوعات