د ا.ا پلاوی د ټرانس همالیا فورم غونډه کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلی
چین کې د افغانستان سفارت ویلي، د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین شي ژانګ ته رسېدلی.
چین کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغان حکومت پلاوي کې له اقتصاد وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت دوه تنه غړي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیز الرحمن هم ملتیا کوي.
دغه غونډه چې تېره ورځ پیل شوه د چین لوړپوړي چارواکي او د ګڼ شمېر هېوادونو وزیران او د بېلابېلو ادارو مسئولینو هم ګډون کړی دی.