افغانستان کې دې د ناټو ځواکونو له لوري شوي جنایتونه وڅېړل شي

افغانستان کې دې د ناټو ځواکونو له لوري شوي جنایتونه وڅېړل شي سیاست
د ناټو ځواکونو له لوري هغه افغانان چې په بېلابېلو نومونو نیول شوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له لوري د تر سره شویو جنایتونو د څېړنې غوښتنه کړې.

د روسیي د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنایتونه د چا له سترګو پټ نه دي.

دې وزارت په خپله اېکس پاڼه ویلي، روسیه د یوې داسې هدفمنې څیړنې د بیا پیل ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ښکیلو سرتېرو د مجازاتو لامل شي.

دې لیکنه کې زیاته شوې، د نړۍ ځواکمن هېوادونه هم په دې باور دي چې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د افغانستان د اشغال پر مهال جنګي جنايتونه کړي دي.

تړلي موضوعات