نړۍ دا درک کړه، چې د واټن اخېستو پر ځای افغانستان ته را نږدې شي

نړۍ دا درک کړه، چې د واټن اخېستو پر ځای افغانستان ته را نږدې شي سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له دوحې ناستې وروسته رسنیو مرکز کې وویل، نړۍ د افغانستان پرمختګ درک کړی او مني یې.

ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه، نړۍ اوس دې پایلې ته رسېدلې، چې د واټن اخېستو پر ځای افغانستان ته رانږدې شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه، له ننګونو سره سره افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او چاته په تمه نه دی پاته شوی.

نوموړي غوښتنه کړې، چې سوداګریز او بشري موضوعات باید له سیاسي هغو جلا شي په خبره یې، په سیمه ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي نه دی.

مجاهد ټینګار کړی، چې فشارونه او د بندیزونو سیاستونه بې پایلې دي او باید د تعامل لپاره رغنده لارې خلاصي شي.

نوموړي په عین حال کې افغانستان کې اکثریت ستونزې د نړېوالو بندیزونو او محدودیتونو له امله وبللې.

ښاغلي مجاهد د خصوصي سکتور پروړاندې پرتو ستونزو او د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته په اشارې وویل، نږدې ټولو هېوادونو افغانستان سره په دې برخو کې د همکاریو ژمنې کړي.

تړلي موضوعات